close
SM

نایروبي ټایمز: د افغانستان د استازو جرګې پخوانی غړی ظاهر قدیر په کېنیا کې نیول شوی دی

اطلاعات روز: کېنیایي رسنۍ «نایروبي ټایمز» راپور ورکړی دی چې د افغانستان د استازو مجلس پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر د دې هیواد د پولیسو له لوري نیول شوی او امریکا ته سپارل شوی دی.

دې رسنۍ د څارنوالانو له خولې لیکلي چې قدیر د اپریل پر ۱۴ د «قطر ایرویز» په یوه الوتنه کې د کېنیا پلازمینې نایروبي ته راغلی و.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، پولیسو نوموړی په نایروبي کې له یوه هوټل څخه نیولی او د دې هیواد یوې محکمې هم د هغه له توقیف سره موافقه کړې.

«نایروبي ټایمز» لیکلي چې د مارچ پر ۲۵ د امریکا په نیویارک کې یوې سیمه‌ییزې محکمې امر کړی و چې عبدالظاهر قدیر دې د «نشیي توکو د وارداتو د دسیسې» او «درنو وسلو لرلو» په تور ونیول شي.

دې رسنۍ ویلي چې امریکایي چارواکو کېنیا ته رسمي یاداښت لېږلی و او د عبدالظاهر قدیر د استرداد غوښتنه یې ترې کړې وه.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، په نایروبي کې د یوې محکمې قاضیانو د قدیر له استرداد سره موافقه کړې وه او ویلي یې و چې د تېښتې له وېرې یې په دوامداره توګه توقیف کې نشي ساتلای.

لا هم روښانه نه ده چې عبدالظاهر قدیر کېنیا ته د څه لپاره تللی و.

عبدالظاهر قدیر د افغانستان د پخواني دولت پر مهال د استازو په جرګه کې د ننګرهار د خلګو استازی و.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نوموړی په هیواد کې و او د دې ډلې له ځینو چارواکو سره یې لیدنې – کتنې کولې او د هغوی د سیاستونو ملاتړ یې کاوه.