close
Photo: @FDPM_AFG

قزاقستان د تورغونډۍ – هرات د اورګاډي پټلۍ د کار پیلېدو په موخه ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

اطلاعات روز: د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي چې هیواد یې د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک د اورګاډي پټلۍ د عملي کار د پیل په موخه ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر له اعلامیې سره سم، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په دې لیدنه کې چې نن (دوشنبه، ۱ د غوایي) ترسره شوې، همدا راز ویلي چې د دې پروژې د مخته وړلو په خاطر یې هیواد په هرات کې ټرانسپورټي او لوجیسټيکي شرکتونه هم جوړوي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال همدا راز ویلي چې هیواد یې افغانستان ته د انټرنیټ کرښه غزوي او د دې هیواد پانګوال چمتو دي چې د افغانستان د نفتو او ګازو په معادنو کې پانګونه وکړي.

ده همدا راز د دواړو هیوادونو تر منځ د الوتنو د پیلولو، د افغانستان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو، د بانکي، روغتیایي او پوهنې په برخو کې د همکارۍ او همدا راز د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال د تورغونډۍ – هرات پر اورګاډي پټلۍ د قزاقستان د ۵۰۰ میلیون ډالرې پانګونې او په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره د دې هیواد د همکارۍ هرکلی کړی دی.

ده ویلي چې طالبان په بېلابېلو سوداګریزو او اقتصادي برخو کې له قزاقستان سره همکارۍ ته چمتو دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره یې وکتل.

ټاکل شوې ده چې سبا په کابل کې د دواړو هیوادونو تر منځ په یوه اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړي.

قزاقستان پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دې ډلې سره نژدې اړیکې لري او خپل هیواد کې یې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم ایستلی دی.