اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر له نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې خپلې مرستې په کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو متمرکزې کړي.
هغه په کابل کې د ملګرو ملتونو له چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په یوې ناسته کې د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو کسانو د ستونزو په حل کې د دغو سازمانونو مرستې اغیزمنې بللې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست ټینګار کړی، چې «مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې مهاجرینو او کورنیو بیځایه شویو ته متمرکزې کړي».
د طالبانو دغه چارواکي له پاکستان څخه د کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د زغملو وړ نه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرکې پیدا کیدو لامل بللی دی.
عبدالکبیر په ټولنه کې د کډوالو پر ادغام، هغوی ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو او د ستونزو حل لپاره د نړیوالو مرستې اړینې بللې دي.
پاکستان پریکړه کړې چې هغه کډوال چې د افغانستان تابعیت کارتونه لري له خپل هیواده وباسي. د ایستلو پروسه د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شوې او اوس مهال روانه ده.
طالبان د کډوالو په باعزته او خوندي راستنیدو ټینګار کوي.
په ورته وخت کې، ایران د افغان کډوالو د ایستلو پروسه هم ګړندۍ کړې ده.
د کډوالو راستنیدل په داسې حال کې پیل شوي، چې افغانستان کې بشري بحران دوام لري او بهرنۍ مرستې کمې شوې دي.