اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په دامان ولسوالۍ کې ځایي خلکو د یوې ۵۰ کلنې ښځې جسد موندلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د دغې ښځې جسد نن (سې شنبه، ۲ د غویي) سهار د دامان ولسوالۍ مرکز ته نږدې د نساجي پله سره موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې ښځې پر بدن د وژل کيدو نښې نښانې نه ښکاري.
په سيمه کې يوه بله سرچینه یاده میرمن د فریدې په نوم یادوي او وایي، چې دغه ښځه معتاده وه او د ډيرو کلونو راهیسې په دغه سيمه کې يوازې اوسيده او خپلوان يې نه لرل.
د سرچينې په خبره چې د دې ښځې جسد د طالبانو له لوري د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی.
تر اوسه پورې نه ده معلومه چې ياده ښځه خپله مړه شوې او که کوم کس په قصدي ډول وژلې ده.