close

په ارزګان او نیمروز کې دوه تنه وژل شوي

اطلاعات روز: په ارزګان او نیمروز کې طالب مسوولین او ځايي سرچینې وایي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې یو سړی او یو ماشوم وژل شوي دي.

ارزګان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې تېره شپه (سې شنبه، ۲ د غویي) نامعلومو کسانو په مخامخ ډزو کې يو کس وژلی دی.

ارزګانی زیاتوي، چې نامعلومو کسانو دغه کس د ترينکوټ ښار اړوند «بلاغ» سيمه کې د توپنګچې په ډزو وژلی او وروسته له سیمې تښت:یدلي دي.

د ارزګاني په وينا، چې سيمې ته طالب امنيتي ځواکونه رسيدلي او د دغه قتل په تور يې څو شکمن کسان هم نيولي دي.

ورته مهال نیمروز کې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې یو اووه کلن ماشوم تر دوه اونۍ نادرکۍ وروسته مړ موندل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د دغه ماشوم جسد  تیره ورځ د زرنج ښار د دویمې حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، یاد ماشوم دوې اوونۍ وړاندې نادرکه شوی و، چې تر وژل کیدو وروسته یې جسد د اوبو یوې ذخېرې ته اچول شوی دی.

نیمروز کې طالب چارواکو هم دغه پیښه تایید کړې او ويلي يې دي چې د یاد ماشوم جسد یې د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

طالب چارواکو د ماشوم هویت او د پیښې لامل په اړه جزیات نه دي ورکړي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلا سیمو کې پټې وژنې زیاتې شوي، چې تر ډیره یې عاملین معلوم نه وي.