اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو کراچۍ چلوونکي د ښاروالۍ له کارکوونکي سره جنجال کړی، چې پرمهال یې د تنظیفاتو کارکوونکی په چړو وهلی او د ژورو ټپونو له امله یې ژوند بایللی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۲ د غویي) د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند «دوه سرکې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، په یاده سیمه کې د ښاروالۍ د تنظیفاتو یو کارکوونکي له یو کراچۍ چلوونکي سره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا کراچۍ چلوونکي د چړې په ګوزارونو د ښاروالۍ کارکوونکی وهلی چې د ژورو ټپونو له امله یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
په سیمه کې یوه بله سرچینې هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې یاد کراچۍ چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ لپاره طالب ویاند حامد محمودي هم په دې ښار کې د ښاروالۍ د یو کارکوونکي وژل کېدل تایید کړي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جلال اباد ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې تازه یې د ښاري نظم په موخه په ټول ښار کې کمپاین پیل کړی او هغه کراچۍ او وسایل ټولوي چې د ښاري بې نظمۍ لامل کېږي.