close
انځور: ټولنیزې رسنۍ

نورستان کې یو وحشي ژوي دوه کسان وژلي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې یو وحشي ژوي (ېږ) پر دوو کسانو برید کړی او دواړه یې وژلي دي.

د نورستان د امنيې قومندانۍ ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، چې دا کسان درې ورځې وړاندې د دواب ولسوالۍ «ژوڼیا» درې ته د مرخېړیو یا ځمکنۍ غوښې د ټولولو لپاره ور ختلي وو.

حیدري زیاتوي، د مرخېړیو د ټولولو پرمهال پر دواړو کسانو «ېږ» برید کړی چې له امله یې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ده په وینا، چې د دواړو کسانو جسدونه د ځايي خلکو له لوري موندل شوي او تېره ورځ (سې شنبه ۲ د غویي) یې جنازې ترسره شوې.

نورستان د هېواد په ختیځ کې یو له هغو ولایتونو دی چې په پراخو ځنګلونو او غرونو کې ګڼ شمېر وحشي ژوي لري چې ځېنې مهال پر ځایي خلکو او ښکاریانو برید هم کوي او ژوند ترې اخلي.