close

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو کمښت؛ د طالبانو د مشر په امر شاوخوا ۹۰ زره بستونه حذف کېږې

اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې پوهنې وزارت غواړي چې د دې وزارت له تشکیلاتو څخه ۸۹ زره او ۵۱۶ بستونه ختم کړي.

دې وزارت د ۱۴۰۴ کال د تشکیلاتو د تنظیم په طرح کې ویلي، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له حکم سره سم خپل تشکیلات له ۳۸۹ زره او ۲۰۰ بستونو څخه ۲۹۹ زره او ۶۸۴ بستونو ته راکموي.

د دې طرحې له مخې، د پوهنې وزارت له تشکیلاتو به ۸۹ زره او ۵۱۶ بستونه حذف شي.

د طالبانو پوهنې وزارت څرګنده کړې، چې شته تش بستونه، مقیده تشکیل بستونه، تقاعد ته د نږدې کارمندانو بستونه او هغه بستونه به چې د معاشاتو بودیجه یې له احتیاطي کوډ څخه پوهنې وزارت ته نه ده انتقال شوې، حذف شي.

دې وزارت زیاته کړې،  چې ۸۲ زره او ۴۵ خالي بستونه د تنقیض وړ بلل شوي دي؛ مګر په دې لړ کې د دریو زرو او ۲۴۶ بستونو لپاره قراردادي افراد استخدام شوي دي.

دطالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې د قراردادي متصدي لرونکي تش بستونه دې وساتل شي اونور ټول ۷۵ زره او ۷۹۹ خالي بستونه دې ختم کړل شي.

اوسمهال د افغانستان ښوونځي او ښوونیز مرکزونه یوازې د هلکانو پرمخ پرانیستي  دي. طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي دي.

د  طالبانو د پوهنې وزارت په دې طرح کې د تشو بستونو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی چې ایا په دې بستونو کې د ښځینه ښوونکو بستونه هم شامل دي او کنه.

اوس مهال ښځینه ښوونکې پر کورونو ناستې دي؛ که څه هم طالبان ادعا کوي چې هغوی ته معاشات ورکوي.