اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د فبروري په میاشت کې د امریکا له خوا د مرستو له بندیدو وروسته، په افغانستان کې د ۲۰۲ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
دغه سازمان په خپل میاشتني راپور کې چې نن (پنج شنبه، ۴ د غویي ) خپور شوی، ویلي چې د دغو روغتيايي مرکزونو د کار دریدو سره په ۲۸ ولايتونو کې شاوخوا ۱.۸ ميليونه کسانو ته د اړينو روغتيايي خدمتونو بهير ګډوډ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، چې د روغتیایي خدمتونو د بیا فعالولو او د روغتیایي سیستم د لا نور نړیدو د مخنیوي لپاره، د مرسته کوونکو د ملاتړ د جلبولو لپاره بیړنۍ غوښتنه ډېره حياتي ده.
تر دې مخکې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې به د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله وتړل شي.
دې سازمان خبرداری ورکړی و چې که بیړنی اقدام ونه شي، د ۲۰۲۵ تر جون پورې ښايي له ۲۲۰ څخه ډېر نور مرکزونه وتړل شي او نږدې ۱.۸ میلیونه نور کسان به لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
د روغتیايي مرکزونو تړل کیدو خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي، چې افغانستان لا دمخه د خوارځواکۍ، شري، ملاریا، ډینګي تبه، پولیو، او کریمیا-کانګو تبې په ګډون له څو عامو ناروغیو سره مبارزه کوي.
د حاد تنفسي انتاناتو کمښت
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل میاشتني راپور کې څرګنده کړې چې د مارچ په میاشت کې د حاد تنفسي عفونت ۱۳۹ زره او ۲۲۶ پېښې ثبت شوي او د همدې ناروغۍ له امله بیا ۳۰۹ تنه مړه شوي دي.
دې سازمان ویلي، چې د مارچ په میاشت کې د شدید تنفسي انتاناتو (اې آر آی) یا سینه بغل په شمیر کې د فبروري په پرتله ۱۸.۹ سلنه کمښت راغلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دغه کموالی د هوا د تودېدو له امله دی، کوم چې د تنفسي عفونتونو کچه ټيټوي او همدارنګه د پنوموکوک او یا د انفلونزا د واکسیناسیون د تطبیق پایله ده.
دغې سازمان په فبرورۍ میاشت کې د حاد تنفسي عفونت ۱۷۱زره او ۶۵۹ پېښې او له دې ناروغۍ سره تړلې ۳۵۰ مړینې ثبت کړې وې.
د شري ناروغۍ خطرناک زیاتوالی
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د شري مشکوکې پېښې د دې ناروغۍ د اندېښمنوونکي پورته کېدونکي بهیر څرګندونه کوي او یوازې د مارچ په میاشت کې ۱۲ زره او ۵۳۵ نوې پېښې راپور شوي چې دا د فبرورۍ په پرتله ۴۲.۸ سلنه ډېروالی ښيي.
د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې، چې د مارچ په میاشت کې د شري ناروغۍ له امله د ۸۲ کسانو مړینې هم راپور شوې دي.
د سازمان په وینا، د شري ناروغۍ د مړینې کچه ۰.۷ سلنه ده، چې په هغو خلکو کې د شري ناروغۍ شدت په ګوته کوي چې واکسین شوي نه دي.
دې سازمان د مارچ په میاشت کې په خپل راپور کې د ملاریا ۷۹۴ قضیې، د کانګو ۲۹ قضیې، د ډینګي تبې ۱۸ قضیې، او د کرونا ویرس ۱۴۷ قضیې هم راپور کړي دي.
د دې راپور له مخې، په مارچ میاشت کې اووه زره او ۱۲۸ د دوامدراه حاد اسهال پېښې ثبت شوې چې د فبرورۍ په پرتله ۹.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.