اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي چې د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د«المکه» پلازې ترڅنګ د یوه کور چت د لوېدو له امله یوه ماشومه مړه او شپږ نور ماشومان ژوبل شوي دي.
ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وایي چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ۴ د غوایي) هغه مهال رامنځته شوه کله چې یاد کور د میلمستیا کوربه و او ګڼ شمېر ماشومان پکې راټول شوي وو.
د سرچینو په وینا، شپږ ژوبل ماشومان د کندهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي. د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
په کندهار ښار کې د ورته غیر معیاري ودانیو له امله دا ډول پېښې مخکې هم رامنځته شوي، چې زیاتره قربانیان یې ماشومان او مېرمنې وي.
همدا راز، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ۵۰ کلن برمهوهونکی د برمې څاه ته له لوېدو له امله مړ شوی.
ځایي سرچینې وايي، یاده پېښه نن (جمعه، ۵ د غوایي) د سپین بولدک ولسوالۍ د «کونچي» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه کس تیره ورځ پنج شنبه د څاه برمه کولو پر مهال ناڅاپه لوېدلی و، د ۳۶ ساعتونو د ژوندي ژغورنې هڅې ناکامې شوې او نن ورځ د نوموړي جسد راویستل شوی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برمې څاه ته د خلکو لوېدو پېښې زیاتې شوې دي، چې په ډېرو مواردو کې یې قربانیان ژوند له لاسه ورکړی دی.