اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې «نامعلومو وسله والو» يو ۴۰ کلن ملا امام په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ملا امام شاغاسي نومیده او تېره ورځ (پنج شنبه، ۴ د وري) د خاکریز ولسوالۍ اړوند «زیل اباد» سیمه وژل شوی دی.
سرچينه زیاتوي، چې شاغاسي ۴۰ کاله عمر درلود او په یاده سیمه کې د «برمو» جومات ملا امام و.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ياده پيښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې یاد ملا د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
طالب پولیسو ویلي، چې د دغې وژنې په تور يې درې کسان نيولي او دا مهال ترې څيړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کندهار کې يو بل ملا امام د ميوو په يو باغ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی و.