close
Photo: UN

سټیفن دوجاریک: ملګري ملتونه او په افغانستان کې یې شریکان د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې دغه سازمان او په افغانستان کې یې شریکان د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

هغه پرون دوشنبه (۸ د غویي) په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یادونه وکړه، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک (د هیواد د نفوس له نیمایي څخه ډیر) د ژوند ژغورنې مرستې ته اړتیا لري.

سټیفن دوجاریک ویلي، چې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلېچر افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د مرستو په پروګرامونو د بودیجې کمښت پر اغیزو، د بوروکراټیک محدودیتونو کمولو پر اړتیا، په بشري غبرګون کې د ښځو د حیاتي رول او له پاکستان څخه د کډوالو د راستنیدو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له طالبانو سره د اقلیمې بحران د بشري ننګونو پر اغېزو او د ناامنۍ او مخدرو موادو سره د مبارزې په اړه هم بحث کړی دی.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر طالب چارواکو سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د ښځو ناوړه وضعیت لا هم پرځای دی او «د نجونو له زده کړو او بشپړ ګډون پرته پرمختګ ناشونی دی».

نوموړي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي، د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف او د طالبانو د ربیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان له خلکو سره د دوامداره مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا هیواد لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، او له دوی څخه ۱۶.۸ میلیونه کسان د مرستې ترلاسه کولو لپاره په لومړي سر کې ځای لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دې خلکو سره د مرستې لپاره د ۲.۴۲ ملیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان سره مرستې کمې شوې دي. متحده ایالات، چې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، د ډونالډ ټرمپ د واک له ترلاسه کولو راهیسې یې له افغانستان او نورو غریبو هیوادونو سره مرستې بندې کړې دي.