اطلاعات روز: «د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» د محمد محقق په مشرۍ ایران ته د دې شورا د پلاوي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې سفر موخه د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې دي.
د دې شورا په وینا، الماس زاهد، خواجه محبوب صدیقي، عبدالله قرلق او حبیب الرحمان سیاف ایران ته د تلونکي پلاوي غړي دي.
دې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایرانه مننه کړې چې د اوږده مهال لپاره یې د افغان کډوالو کوربتوب کړی او هیله یې ښودلې چې د دې مذاکرې له امله به د کډوالو د ملاتړ په برخه کې زیاتو همکاریو او د مناسبو اقداماتو کېدلو ته زمینه برابره شي.
«د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» ویلي، هڅه کوي چې له ایراني چارواکو سره د خبرو پر مهال د کډوالو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د وضعیت د ښه والي لپاره عملي لارې-چارې وړاندې کړي.
دا شورا د طالبانو له مخالفو سیاسي څېرو جوړه ده.
ایران اوس مهال له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو د مخالفینو په تړاو یې دریځ څرګند نه دی.
ایران په تازه توګه توګه له پاکستان سره هممهاله د افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی دی. په دې کډوالو کې د پخواني دولت کارمندان او نظامیان هم شامل دي چې د طالبانو د انتقام اخیستنې له وېري تښتېدلي دي.