اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه امنیتي پوسته کې یو اشپز پنځه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په سیمه کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پېښه نن (سې شنبه، ۹ د غویي) سهار ۱۰:۰۰ بجې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند «پیټلو» سیمې اړوند د طالبانو په یوه امنیتي پوسته کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې لومړی د اشپز او په پوسته کې د طالبانو ترمنځ لفظي شخړه شوې او بیا اشپز هغه اطاق ته داخل شوی، چېرته چې طالبان ویده کیدل، چې د اشپز له لوري د ډزو پرمهال درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سرچینې زیاته کړه، چې تر اوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی، خو اشپز د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه پوسته د شېرزادو ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ اړوند وه، چې د اشپز په ګډون اوو کسان په کې اوسېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې داعش ډلې د طالبانو په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي چې د موقع په موندلو سره به پر طالب نظامیانو وسله وال بريدونه کوي.