اطلاعات روز: د اذربایجان د دولتي امنیت سرویس اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د شلو هیوادونو د امنیتي بنسټونو د استازو غونډه د دې هیواد په پلازمېنه باکو ښار کې جوړه شوه.
دې ادارې نن (سېشنبه، ۹ د غوایي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا غونډه د «افغانستان؛ سیمهییز اتصال، امنیت او پراختیا» په نوم جوړه جوړه شوې.
د اذربایجان د دولتي امنیت د سرویس رییس علي نقي اوف ویلي چې د دې غونډې یوه اصلي موخه په «افغانستان کې د اخلالګرو ځواکونو او ترهګرو ډلو د مخربو هڅو» په تړاو د ګډونوالو هیوادونو له لوري واحد دریځ رامنځ ته کول دي.
ده ویلي چې دا ډلې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ساتل غواړي او هیله یې ښوولې چې د سیمې او نړۍ هیوادونه به د دې ډلو په وړاندې همغږي اقدامات وکړي.
د اذربایجان د دولتي امنیت سرویس همدا راز غوښتنه کړې چې «نړیواله ټولنه دې د هیوادونو له پولو دباندې سازماني جرمونو لکه نړیوال تروریزم، د نشیي توکو قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ سره د افغانستان د مبارزې ملاتړ» وکړي.
ده همدا راز په نړیوال نظام کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د فعال حضور او په دې هیواد کې د سولې د ساتنې غوښتنه کړې.
علي نقي اوف هیله ښوولې چې اوسنۍ غونډه به په افغانستان کې د یوه متمرکز او نړیوالو اصولو او قوانینو ته د ژمن دولت په رامنځ ته کولو کې مهمه ونډه ولري.
د اذربایجان د دولتي امنیت سرویس لیکلي چې د نورو هیوادونو استازو هم د غونډې پر مهال په خپلو ویناوو کې په افغانستان کې د سولې او امنیت په تړاو د لا جدي ګامونو د اخیستنې لپاره د مناسبو فرصتونو د برابرېدو په تړاو هیله ښوولې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د پایدار ټیکاو د رامنځ ته کېدو ملاتړ وکړي.
اذربایجان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې خپل سفارت پرانیست او له دې ډلې سره د تعامل زیاتولو هڅه کوي.
طالبانو هم په قره باغ سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ شخړه کې د اذربایجان ملاتړ کړی.