اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د «کارګرو د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د طالبانو د بندیزونو له امله د افغانستان په کاري ځواک کې د ښځو ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.
دې بنسټ نن (پنجشنبه، ۱۱ د غوایي) د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي چې دا شمېر پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې شاوخوا ۱۹ سلنه و.
همدا راز په دې مطلب کې ویل شوي چې رسمي دندې ته د افغان ښځو لاسرسی «تقریبا ناشونی» شوی دی.
د بشر حقونو څار ویلي چې د طالبانو سیاستونو د ښځو لپاره له کوره دباندې دندې ختمې کړې دي او د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونه هغه ښځې ځوروي او بندیانوي یې چې له کوره دباندې کار کوي.
د دې بنسټ په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، حتا په هغو برخو کې چې د طالبانو له خوا پکې د ښځو پر کار کولو بندیز نه دی لګول شوی مګر بیا هم دې ډلې محدودیتونه لګولي او ښځې معاش لرونکي کار ته له لاسرسي منع کوي.
د بشر حقونو څار ویلي چې د دې محدودیتونو په لړ کې په کار ځای کې د ښځو له خوا د یوه محرم نارینه لرل او له کوره دباندې د هغې پر غږ اورېدل کېدو بندیز دی چې له امله یې کار ته د ښځو د لاسرسي مخنیوی کېږي.
دې بنسټ ویلي چې د افغانستان په کاري ځواک کې د ښځو کمه ونډه او په دې برخه کې د طالبانو محدودیتونو کورنۍ نورې هم له شدید فقر سره مخ کړې دي.
د بشر حقونو څار زیاته کړې چې د افغانستان ښځې د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې مقاومت کوي؛ هغه که له کوره دباندې واړه کارونه وي او یا هم پر لیکه د ځینو کارونو مدیریت وي.
دې بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» د حقونو د تأمین لپاره دې د افغانستان د ښځو تر څنګ ودرېږي.
طالبانو په دولتي ادارو او غیر دولتي داخلي او نړیوالو سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
اوس مهال ښځې یوازې زده کړییزې، روغتیایي او نظامي برخو کې کار کولای شي، مګر د طالبانو د محدودیتونو له امله باید د کار تر ځایه له یوه نارینه محرم سره ولاړې شي.