close

فراه کې یو ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: په فراه ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت پشت رود ولسوالۍ کې یو ځوان ځان وژنه کړې.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه تیره شپه ( چهارشنبه، ۱۰ د غوایي) ماخستن ناوخته رامنځته شوې.

د سرچینې په وینا، یاد کس «اغا جان» نومېده او ۳۵ کاله عمر یې درلود چې اصلاً د غزني ولایت اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې یې په فراه کې ژوند کاوه.

د اغاجان د ځان وژنې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

کورنۍ یې ویلي چې نوموړی له جدي ستونزو سره مخ و، خو د پېښې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر دې دمه د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې پېښې په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ځان وژنې پېښې د طالبانو له واکمنېدو وروسته زیاتې شوې دي چې عمده لاملونه یې اقتصادي فشارونه، رواني ناروغۍ او له راتلونکي ناهيلۍ ګڼل کېږي.