اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر وایي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ بیا د مارچ میاشتې تر ۳۱ پورې یې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو د وژنې شپږ او د خپلسرې نیونې لږ تر لږه ۲۳ پېښې مستندې کړې دي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې نن (پنجشنبه، ۱۱ د غوایي) په خپاره کړي راپور کې ویلي چې له پخوانیو نظامیانو او چارواکو سره یې د بد چلند او شکنجې لږ تر لږه پنځه موارد مستند کړي دي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې په کابل او پنجشیر کې یو شمېر کسان د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نیول شوي دي.
یوناما په خپل راپور کې د پخوانیو نظامیانو د وژنې، د هغوی د قتل د عاملینو او همدا راز د پخواني حکومت د نظامیانو او چارواکو د نیونې او د هغوی د اوسني وضعیت په اړه جزییات نه دې وړاندې کړي.
ملکي تلفات
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې د داعش ډلې بریدونه، له جګړې پاتې چاودېدونکي مواد او د «افغانستان د ازادۍ جبهې» بریدونه د ملکیانو د وژنې او ژوبلیدنې لامل شوي دي.
د دې راپور پر بنسټ، د جنورۍ پر ۱۵ د مزار شریف په دویمه حوزه کې ماین چاودنه وکړه چې له امله یې یو تن ووژل شو او د طالبانو څلور ځواکونه او ۱۹ ملکیان ژوبل شول.
په دې راپور کې ویل شوي چې اکثریت قربانیان د مېوو او سبزیجاتو پلورونکي وو او د چاودنې پر مهال په خپلو غرفو کې بوخت وو.
یوناما ویلي چې د دې برید مسوولیت هیچا نه دی منلی.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د جنوري پر ۱۸ د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې یو لاسي بم چاودنه وکړه چې له امله یې یو تن ووژل شو او د یوې ښځې او یوه ماشوم په شمول پکې ۱۸ تنه نور ژوبل شول.
یوناما ویلي چې د دې چاودنې مسوولیت د «افغانستان ازادۍ جبهې» منلی دی.
یوناما په خپل راپور کې په تخار کې د یوه چینایي وګړو وژنې، په کندوز کې د کابل بانک څانګې په وړاندې چاودنې او د طالبانو د ښار او کور جوړونې په وزارت کې چاودنې ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې د دې چاودنو مسوولیت د داعش خراسان ډلې منلی دی.
د یوناما له راپور سره سم، په کندوز کې د کابل بانک څانګې په وړاندې د چاودنې له امله څلور ملکیان او ۱۵ د طالبانو غړي ووژل شول، مګر د ژوبلو کسانو شمېر معلوم نه دی او د طالبانو پر ښار او کور جوړونې وزارت په برید کې درې نارینه مړه او ۱۰ نور ژوبل شول.
یوناما همدا راز ویلي چې په دې موده کې یې له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو ۴۲ موارد ثبت کړي چې څلور پکې نجونې، ۳۰ هلکان او اته نارینه شامل دي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.
له دې راپور سره سم، پاکستاني پوځ د فبرورۍ پر لومړۍ نیټه د پکتیا په نعمت اباد ولسوالۍ کې یو مسجد په نښه کړ چې له امله یې درې نارینه ووژل شول چې دوه یې واکسیناتوران او یو یې د سیمې اوسېدونکی و. په دې راپور کې ویل شوي چې د پاکستان سفارت دا برید رد کړی دی.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د مارچ پر درېیمه هم د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د ننګرهار په مهمند دره ولسوالۍ کې یو نارینه او یو هلک ژوبل شول.
د یوناما په راپور کې همدا راز د پاکستان د هاوانونو له امله په تورخم کې د درو خبریالانو د ژوبلېدو یادونه هم شوې.
همدا راز په دې راپور کې ویل شوي چې د مارچ پر ۲۸ د پکتیا د نعمت اباد ولسوالۍ په «ساګي هوټل» سیمه کې د پاکستان د یوه هوایي برید له امله اووه ملکیان چې یو نارینه، یوه بوډۍ ښځه، دوه هلکان او درې نجونې پکې شاملې وې، ووژل شول.
یوناما په خپلو پخوانیو راپورونو کې هم د پخوانیو نظامیانو او چارواکو د وژلو او نیولو او همدا راز د چاودنو او بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ورکړي دي.
طالبانو تر اوسه د یوناما نوي راپور ته غبرګون نه دی ښوولی، خو پخواني راپورونه یې رد کړي او «تبلیغات» یې بللي.