close
Photo: AFJC

په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ درجه بندي؛ افغانستان په ۱۷۵ مقام کې دی

اطلاعات روز: د رسنیو د ازادۍ په تازه نړیواله درجه بندي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو تر منځ په ۱۷۵ مقام کې راغلی دی.

دا درجه بندي نن (جمعه، ۱۲ د غوایي) د بې سرحده خبریالانو د سازمان له لوري خپره شوې.

د دې درجه بندۍ له مخې، ناروې، ایسټوني او هالنډ د لوړو نومرو په تر لاسه کولو سره د رسنیو د ازادۍ نوملړ په سر کې دي.

په مقابل کې یې افغانستان له ایران، سوریې، چین، شمالي کوریا او اریتیریا سره د نوملړ په وروستیو کې ځای پر ځای کړل شوی.

د ۲۰۲۵ کال د شاخص له مخې، افغانستان د ۱۷.۸۸ نومرو په درلودلو په ۱۷۵ مقام کې دی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په ۱۷۸ مقام کې و.

بې سرحده خبریالانو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د طالبانو د محدودیتونو له امله لږ تر لږه ۱۲ رسنۍ تړل شوې دي.

دې سازمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې د رسنیو پر ازادۍ سیاسي فشارونه نور هم سختوي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي چې که څه هم پر خبریالانو فزیکي بریدونه د رسنیزو ازادیو تر ټولو څرګند نقض دی، مګر اقتصادي فشار هم په نړۍ کې د رسنیو تر ټولو لویه ستونزه ده.

د دې راپور پر بنسټ، اقتصادي شاخص د رسنیو د ازادۍ په نوملړ کې په تر ټولو ټیټه کچه او بحراني وضعیت کې دی.

د دې سازمان په وینا، له اقتصادي پلوه د رسنیو د ازادۍ نړیوال وضعیت په لومړي ځل د «سخت وضعیت» په طبقه بندي کې راغلی.

په افغانستان کې هم د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د دې ډلې د دې ډلې له مستقیمو محدودیتونو سره-سره اقتصادي کړکېچ د نیمو رسنیو د تړل کېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.

پر رسنیو د طالبانو بندیزونه مخ پر سختېدو دي. د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په پلي کېدو سره تر نیمو په زیاتو ولایتونو کې د ژوندیو شیانو د انځور پر خپرولو بندیز لګېدلی او انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.