close

یوناما:طالبانو ۵۰ تنه بدخشاني اسماعیلیان د مذهب بدلولو ته اړ کړي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) راپور ورکړی چې طالبانو د روان میلادي کال د جنوري میاشتې له ۱۷ بیا د فبروري تر درېیمې پورې د بدخشان ولایت ۵۰ اسماعیلي نارینه د مذهب بدلولو او سني مذهب منلو ته اړ کړي دي.

دا راپور چې نن (پنجشنبه، ۱۱ د غوایي) خپور شوی، پکې ویل شوي چې دا افراد دشپې مهال د «دیني پلټنې» په موخه طالبانو له خپلو کورونو وړي او کومو کسانو چې د مذهب له بدلولو ډډه کړې، په مرګ ګواښل شوي او وهل-ټکول شوي دي.

یوناما همدا راز تایید کړې ده چې طالبانو د بدخشان په اسماعیلي سیمو کې څو مدرسې جوړې کړې دي او له اسماعیلي ماشومانو یې غوښتي چې په دې مدرسو کې نوملیکنه وکړي او د سني مذهب پر اساس دیني زده کړې وکړي.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو راپور ورکړی و چې طالبانو په بدخشان کې اسماعیلي شیعه ګان د مذهب بدلولو ته اړ کړي دي.

په دې لړ کې د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یو بنسټ د تېر کال د کب میاشتې پر ۲۹ نېټه په خپل راپور کې ویلي و چې طالبانو یو شمېر اسماعیلي شیعه ګان اړ کړي چې خپل مذهب بدل کړي.

دې بنسټ همدا راز ویلي و چې طالبانو د بدخشان په څو ولسوالیو کې دیني مدرسې جوړې کړې دي او په هره مدرسه کې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ اسماعیلي مذهبه ماشومانو ته حنفي فقه تدریسوي.

یو شمېر نور راپورونه هم خپاره شوي چې ښیي طالبان اسماعیلي شیعه ګان ځوروي.

ځایي سرچینو د تېر کال د غوایي پر ۱۵ اطلاعات روز ورځپاڼې ته تایید کړه چې طالبانو د بدخشان له «نسي» ولسوالۍ څخه ۱۵ تنه اسماعیلي شیعه ګان نیولي او شکنجه کړي دي.

سرچینو وویل چې طالبانو دا افراد د «افغانستان په ملي مقاومت جبهه» کې په غړیتوب تورن کړي وو، په داسې حال کې چې هغوی بزګر او مالداران وو.

سرچینو همدا راز ویلي و چې طالبان د اسماعیلي مذهب پیروان ریشخندوي او ځوروي یې.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ۱۲ امامي شیعه ګانو مذهبي ازادۍ هم محدودې کړې دي او د هغوی د یو شمېر مذهبي مراسمو د ترسره کېدو مخنیوی یې کړی دی.