close
Photo: IFRC

د کډوالو ناوړه وضعیت؛ سره صلیب او سرې میاشتې د ۲۵ میلیونه فرانکو مرستې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون وايي، چې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو ته اړتیا لري.

دغه فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په تیرو ۱۸ میاشتو کې نږدې یو میلیون کسان له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي، چې ډیری دا بېرته راستنېدونکي له خراب وضعیت سره مخ دي، چې په دې کې له ګڼو خلکو ډک موقتي سرپناوې هم شاملې دي.

د دې بنسټ په وینا، هیواد ته د راستنیدونکو بې ساري زیاتوالی د افغانستان په نازک روغتیایی سیسټم، اړینو خدماتو او خوراکي توکو باندې ډیر فشار راوړی دی.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون زیاته کړې، چې ۷۵۰ زره سویسي فرانکه یې د آفتونو پر وړاندې د بیړني غبرګون له صندوق څخه د افغانستان سرې میاشتې ټولنې (ARCS) ملاتړ لپاره ځانګړي کړي، څو عاجلې اړتیاوې لکه سرپناه، بېړني روغتیایي خدمات، د خوړو سرچینې او اوبه، چې اوس له کمښت سره مخ دي برابرې کړي.

دغه فدراسیون ویلي، چې د روان بحران د پراخوالي او شدت ته په پام یې اوس یو بیړنی غوښتنلیک پیل کړی، ترڅو د راتلونکو دوو کلونو لپاره ۲۵ میلیونه سویسي فرانکه راټول او دغه مرسته به مهمو بشري اړتیاوو ته ځواب ووايي، چې په کې د بېرته راستنېدونکو د بیا ادغام او رغونې ملاتړ، د عاید پیدا کولو فعالیتونه، او د زده‌کړې فرصتونه شامل دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون زیاته کړې، چې هغه بشري ننګونې چې بیرته راستنیدونکي ورسره مخ دي ژورې او زړه ماتونکې دي، چې ډیرو یې خپل معیشت او شتمنۍ له لاسه ورکړي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور، چې د طالبانو له لوري ټاکل شوی، ویلي چې راستنیدونکي له نه ماتیدونکو ننګونو سره مخ دي؛ ډېرو د سفر په جریان کې خپل کورونه، د ژوند وسایل او عزیزان له لاسه ورکړي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون په نړیواله ټولنه، شریکانو او مرسته ورکوونکو غږ کړی چې په دې مهم وخت کې د افغانستان د اتباعو په ملاتړ کې سره متحد شي.

د پاکستان سربیره، له ایران څخه د کډوالو د ایستلو پروسه هم روانه ده او هره ورځ له دغو دواړو هېوادونو څخه سلګونه کورنۍ افغانستان ته راستنیږي.