close
Photo: OCHA Afghanistan

د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: ۹۰ سلنه اړینې روغتیايي پاملرنې قابلې ترسره کوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د قابلو په نړیواله ورځ ویلي، چې د اړینو روغتیايي پاملرنو یوه لویه برخه قابلې ترسره کوي او دوی کولای شي په بحراني شرایطو کې د خلکو ژوند وژغوري.

دې سازمان نن (دوشنبه، ۱۵ د غویي) ایکس پر خپله پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره افغانستان کې قابلو ته د درناوي مراتب وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې ښځې په بیړنیو حالاتو کې د زېږون بهیر نه دروي، نو له همدې کبله ده چې د زیږون پر مهال روغتیایي پاملرنې هم باید ونه درول شي.

دې سازمان په هرات کې د حبیبې په نوم د یوې قابلې ویډیو خپره کړه او لیکلي یې دي: «د حبیبې په څیر قابلې کولی شي تر ۹۰ سلنې پورې اړینې پاملرنې چمتو کړي او حتا په سختو شرایطو کې هم ژوند وژغوري.»

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لري.

هیواد کې د روغتیایي خدمتونه په ځانګړي توګه د زیږون پر مهال د پرسونل او امکاناتو کمښت یو له جدي ننګونو څخه دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، او د دې بندیز دوام به د ښځینه ډاکټرانو د کمښت په برخه کې یوه جدي بحراني ستونزه رامنځته کړي.