اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، چې افغانستان په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۵.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادر کړې دي.
نوموړي نن (سې شنبه، ۱۶ د غویي) ایکس کې په یوه پیغام کې ویلي، چې له افغانستان څخه یاده موده کې درې زره او ۶۳۲ ټنه غالۍ صادر شوې دي.
د جواد په وینا، په افغانستان کې جوړې شوې غالۍ پاکستان، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبکستان، جرمني، هالنډ، متحده ایالاتو، کاناډا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو هیوادونو ته صادر شوې دي.
د کرنیزو محصولاتو او قیمتي ډبرو وروسته، غالۍ د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو څخه ګڼل کېږي.
د غالۍ اوبدلو صنعت په هیواد کې د ډیرو کورنیو لپاره د ژوند د برابرولو یوه لاره ده، خو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له کبله په یو شمیر ولایتونو کې یاد صنعت پیکه شوی دی.