close
Photo: @FAOAfghanistan

فائو: په بدخشان کې وروستیو سیلابونو له زرو څخه زیاتې کورنۍ اغیزمنې کړې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي، چې د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې وروستیو سیلابونو له زرو څخه زیاتې کورنۍ اغیزمنې کړې دي.

د فائو په وینا، دغو سیلابونو له یو زرو او ۲۳۳ هکټاره څخه زیاته ځمکه، ۱۵۰ مالداران او له ۵۰۰ څخه ډیر څاروي زیانمن کړي دي.

دې سازمان زیاته کړې، چې ناڅاپي سیلابونو د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د غنمو کروندو، کرنیزو ځمکو او څارویو ته هم زیان اړولی دی.

د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې دوی د احتمالي ځواب لپاره په لېرې پرتو سیمو کې اړتیاوې ارزوي.

د تېرې اونۍ په وروستیو کې بدخشان د ویجاړونکو سیلابونو شاهد و. ویل کېږي چې په دې سیلابونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د څو ورځو په تیریدو سره لا هم طالب چارواکو د دغو سیلابونو په اړه څه نه دي ویلي.