اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې هیواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د دوه اړخیزو اړیکو او له هند سره د ترینګلتیا په اړه خبرې کړې دي.
دې وزارت نن (سېشنبه، ۱۶ د غوایي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې محمد اسحاق ډار د دې ټلیفوني خبرو پر مهال امیر خان متقي ته «د پاکستان پر خلاف د هند د پاروونکو، غیر قانوني او یو اړخیزو اقداماتو په اړه خبر ورکړ او سولې او د خپل حاکمیت ساتنې ته یې د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې امیر خان متقي د دې خبرو-اترو پر مهال د پاکستان د ملت او دولت لپاره د «خیر دعا» وکړه.
د هند او پاکستان تر منځ ترینګلتیا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر ترهګریز برید وروسته لوړې کچې ته رسیدلې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وړاندې دا برید غندلی و او ویلي یې و چې داسې بریدونه په سیمه کې ترینګلتیا زیاتوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې دواړو اړخونو په سیمه او تر هاخوا کې د سولې او امنیت د ترویج لپاره د اوږدمهالو همکاریو د پراختیا په موخه د لوړې کچې اړیکو د دوام پر ارزښت ټینګار کیړ دی.
دې وزارت لیکلي چې امیر خان متقي د دواړو هیوادونو تر منځ د سفر او سوداګرۍ د اسانتیاوو له امله د پاکستان د اقداماتو هرکلی وکړ او محمد اسحاق یې دویم ځل کابل ته ور وباله.
د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې وې، خو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر تر وروستي سفر وروسته دواړه اړخونه وایي چې اړیکې مخ پر ښه کېدو دي.