close

کندهار کې د یو تن جسد تر ځان وژنې درې ورځې وروسته موندل شوی

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په «سنځري» سیمه کې د یو کس جسد تر ځان وژنې درې ورځې وروسته موندل شوی دی.

دا سرچینه چې نه غواړي هویت یې روښانه شي وایي چې د «ادرک» په نوم د دې ۳۰ کلن ځوان جسد نن (سې‌شنبه، ۱۶ د غوایي) غرمه مهال د خپل کور په یوه کوټه کې موندل شوی چې په چت پورې ځوړند و.

سرچینې ويلي، دا ځوان په سیمه کې د پیژندل شوي ښوونکي «محمد امان» ورور و.

تر اوسه د پېښې لامل څرګند نه دی او نه هم په سیمه کې طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي.

د یادونې وړ ده چې پر هیواد د طالبانو په واکمنېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي چې تر ډېره یې لامل بې‌کاري، اقتصادي ناخوالې او رواني ستونزې بلل کېږي.