اطلاعات روز: هند نن (چهارشنبه، ۱۷ د غویي) سهار وختي په پاکستان کې پر یو شمیر هدفونو توغندیز بریدونه کړي دي.
هند دغو بریدونو ته «د سندور عملیات» نوم ورکړی او ویلي یې دي چې دوی د ترهګرو زیربناوې په نښه کړې دي.
د هند د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې هغه د خپل هیواد په وسله والو ځواکونو ویاړي او د سندور عملیات په پاهالګام کې د سیلانیانو د وژنې پر وړاندې د هند غبرګون دی.
هغه ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «د مودي حکومت هوډ لري چې په هند او د هغې په خلکو هر ډول برید ته مناسب ځواب ورکړي. بهارت (هند) د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په کلکه ژمن دی.»
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هند په شپږو سیمو برید کړی دی، چې پکې کوټلي، بهاولپور، میردکا، باغ او مظفرآباد شامل دي.
پاکستان اعلان کړی چې په دې بریدونو کې اته کسان وژل شوي، ۳۵ ټپیان شوي او دوه نور ورک دي.
د هندي الوتکو د غورځولو په اړه د پاکستان ادعا
پاکستاني چارواکي وايي، چې د پنجاب او کشمیر په ښارونو باندې د هند د توغندیو بریدونو وروسته د پاکستان وسله والو ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د هند پنځه جنګي الوتکې او یو ډرون غورځولې دي.
د جیو نیوز په وینا، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، چې د پاکستان د هوايي ځواک ټولې جیټ الوتکې د هندي جیټ الوتکو سره له نښتې وروسته په خوندي ډول بیرته راستنې شوي.
د پوځ ویاند رویټرز ته ویلي، چې د هند د هوایي ځواک د ویشتل شویو الوتکو په منځ کې درې د فرانسې جوړې رافال جنګي الوتکې، یوه Su30MKI او یوه MIG-29 Fulcrum شاملې دي.
پاکستان ويلي دي چې د کنټرول کرښې (LoC) په دهنديال سيمه کې د هندي ځواکونو يوه پوسته هم د پاکستاني ځواکونو له خوا له منځه وړل شوې ده.
هند د پاکستاني پوځ ادعا نه ده تایید کړې.
بیړنی حالت او د هوايي ډګرونو تړل
د هند له برید وروسته، د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په سرحدي نقطو کې سخته نښته پیل شوې ده.
هند ویلي، چې په کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د پولې پورې غاړې په ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پاکستان پنجاب صوبې بیړنی حالت اعلان کړی او روغتونونه او امنیتي ځواکونه یې د تیارسۍ په حال کې دي.
د هند د جمو او کشمیر په ډیرو برخو کې نن ښوونځي تړل شوي دي.
هند څو هوايي ډګرونه تړلي دي او له همدې امله د Indigo او SpiceJet هوايي شرکتونو خپلې الوتنې لغوه کړې دي.
ایر انډیا هم خپلې دوه نړیوالې الوتنې چې امریتسار په کرښو وې، نوي ډیلي په لاره بدلې کړې.
د قطر هوايي شرکت پاکستان ته خپلې الوتنې په موقت ډول ځنډولې دي.
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت اعلان کړی، چې هوايي الوتنې د کراچۍ پر لاره بدلې شوې دي، په داسې حال کې چې الوتنې ځنډول شوې دي.
پاکستان: د ځواب حق خوندي دی
پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې د هند بریدونو ته د «ځواب ورکولو حق» لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي، چې هند د پاکستان حاکمیت څخه سرغړونه کړې او د جګړې په عمل کې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان، ویلي: «د هند یرغلګر اقدام د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د شهادت لامل شوی دی. دغه یرغلګر عمل د سوداګریزو الوتنو لپاره هم یوه جدي ګواښ ده. موږ د هند دا بزدلانه عمل، چې د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د دولتونو ترمنځ د اړیکو د ټاکل شویو اصولو ښکاره سرغړونه ده، په کلکه غندو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هیواد یې حق لري چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم او د نړیوال قانون له مخې په خپله خوښه په مناسب وخت او ځای کې ځواب ووایي