close
Photo: ANI

په خیبرپښتونخوا کې نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي

اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان په «شاکي دره» کې پر یوې امنیتي پوستې د پاکستاني طالبانو په برید کې نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

اسلام اباد میشتې خراسان ډایري ویلي چې یوې باخبره سرچینې ورته ویلي چې د تېرې شپې (پنجشنبه، ۱۸ د غوایي) په برید کې د مرستندویو ځواکونو پر موټر برید شوی او له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بل لور ته پاکستاني طالبانو هم پر ټولنیزو پاڼو په خپرو کړو اعلامیو کې د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې ده چې په دې برید کې یې ۲۰ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني طالبانو له لوري دا برید په داسې مهال کې ترسره کېږي چې د هند او پاکستان تر منځ هم وضعیت ترینګلی دی او دواړه لوري پر یوه-بل بریدونه کوي.

پاکستاني چارواکو وخت ناوخته په افغانستان کې واکمن طالبان تورن کړي چې پاکستاني طالبانو ته یې پټنځایونه ورکړي او هغوی له افغانستانه بریدونه پلانوي، مګر طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټي ټي پي فعالیتونه زیات شوي او ورسره د دې هیواد امنیت د پخوا په پرتله خراب شوی.