close
عکس: آرشیف

د علمي کادرونو ګوښه کول؛ طالبانو د بامیان پوهنتون ۵۳ بستونه تنقیص کړي دي

اطلاعات روز: سرچینې وایي چې طالبانو د بامیان پوهنتون د ۳۴ کادري بستونو په ګډون ۵۳ بستونه تنقیص کړي دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې په تنقیص شویو بستونو کې اکثریت یې هزاره استادان دي.

د سرچینې په وینا، ګوښه شوي استادان د بامیان پوهنتون تر ټولو غوره «کادرونه» وو.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته چې د ګوښه شویو استادانو کوم نوملړ رسېدلی، په هغو کې اکثریت د ماسټري او دوکتورا لرونکي دي.

یوې بلې سرچینې د طالبانو اقدام «تبعیضي» او قومي «سیسټماټیک» حذف بللی او ویلي یې دې چې د پښتنو استادانو بستونه ساتل شوي دي.

طالبانو تېر کال هم په بامیان پوهنتون کې ۴۹ «هزاره» استادان ګوښه کړل او یا یې هم دندې پرېښودو ته اړ کړي وو.

دې ډلې په تازه توګه په نورو پوهنتونو کې هم د استادانو بستونه تنقیص کړي دي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو د وزارتونو او اداراتو د تشکیل په کمولو بوخت دي.