اطلاعات روز: ننګرهار پوهنتون کې باوري سرچینې اطلاعات روز ورځپانې ته تاییدوي، چې د دغه پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه نهه کادري او اداري بستونه د پوهنتون د مشرتابه په همغږۍ د لوړو زده کړو وزارت له لورې تنقیص شوي دي.
سرچینو وویل، چې د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۴ کال په تشکيل کې د ۶ تنو استادانو چې دوې یې ښځینه استادانې دي بستونه یې تنقيص شوي دي.
د سرچینو په خبره هغه مکتوب چې له وزارت څخه پوهنتون ته استول شوی له استادانو سربېره په کې د ښوونې او روزنې پوهنځي درې اداري بستونه هم تنقیض شوي او یو بست د «معتمد جنسي» څخه د «معتمد اجناس» په عنوان اصلاح شوی او همدارنګه د جغرافيې څانګه هم حذف شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو پر اساس د لوړو زده کړو وزارت له لورې د ځينو پوهنځیو او ځینو څانګو د لغوه کولو لپاره هڅې روانې دي.
له ننګرهار پوهنتون سربېره طالبانو د بامیان پوهنتون د ۳۴ کادري بستونو په ګډون ۵۳ بستونه تنقیص کړي دي.
هغه معلومات چې اطلاعات روز ترلاسه کړي په تنقیص شویو بستونو کې اکثریت یې هزاره استادان دي چې د ماسټري او دوکتورا تر کچې یې زده کړې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د بودیجې د کموالي له امله په نظامي او ملکي برخو کې د تشکیل د کمولو خبر ورکړی دی.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په دولتي پوهنتونو کې د استادانو او محصلینو پر وړاندې ډېر محدودیتونه رامنځته کړي، چې له امله یې استادان دندو پرېښودو او بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي او محصلین له زده کړو زړه توري شوي دي.