اطلاعات روز: د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (چهارشنبه، ۲۴ د غوایي) د سوریې د انتقالي دولت له ولسمشر احمد الشرع سره لیدلي دي.
دې ویلي چې دا لیدنه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په غوښتنه شوې او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ټلیفون له لارې په غونډه کې برخه واخیسته.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې اردوغان او بن سلمان پر سوریې د بندیزونو د لغو کېدو په تړاو د ټرمپ د پرېکړې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په سوریه کې به د سولې او ثبات په برخه کې همکاري کوي.
اغلې لیویت ویلي چې ډونالډ ټرمپ په دې لیدنه کې له احمد الشرع څخه وغوښتل چې د «ابراهیمي تړون» له لارې له اسراییلو سره یو ځای شي، له سوریې «بهرني ترهګر» او «فلسطیني ترهګر» وشړي، له امریکا سره د داعش په مخنیوي کې مرسته وکړي او د سوریې په شمال ختیځ کې د هغو مرکزونو مسوولیت ومني چې د داعش غړي به پکې زنداني وي.
دې ویلي چې احمد الشرع په دې لیدنه کې «له سوریې د ایراني ځواکونو وتل د امریکا او سوریې له ګټو سره په همغږۍ له تروریزم سره د مبارزې او د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په برخه کې مهم فرصت وباله.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې احمد الشرع په ۱۹۷۴ کال کې له اسراییلو سره د ځواکونو د بیلتون موافقه تایید کړه او هیله یې وښوده چې سوریه د ختیځ او لوېدیځ تر منځ د سوداګرۍ یوه مهمه کړۍ شي.
دې زیاته کړې چې احمد الشرع همدا راز امریکایي شرکتونو ته بلنه ورکړه چې د سوریې د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.
دا د بشار اسد د حکومت تر له منځه تلو وروسته د سوریې د موقت حکومت له مشر سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړۍ لیدنه وه.
دا لیدنه تر هغه وروسته کېږي چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې پر سوریې لګېدلي بندیزونه یې لغو کړي دي.