close

کونړ کې دوه ماشومان د سیند اوبو ډوب او مړه کړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې دوه ماشومان د سیند په اوبو کې ډوب او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینې وایي، چې دا ماشومان تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د غویي) په خاص کونړ ولسوالۍ او مرکز اسعداباد کې د سیند اوبو وړي دي.

سرچینې یو ماشوم د برکت الله په نوم یاد کړ او ویې ویل چې د اتم ټولګي زده کوونکی و، خو د بل نوم یې څرګند نه کړ او زیاته یې کړه چې څلور کاله عمر یې درلوده.

د سرچینې په وینا، چې د ډوب شویو دغو ماشومانو له ډلې یې د یوه جسد موندل شوی؛ خو د بل یې تر اوسه نه دی موندل شوی.

د دغو ماشومانو د ډوبیدو لامل څرګند شوی نه دی او نه هم کونړ کې طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د کابل سیند په اوبو کې دوه ځوانان اوبو ډوب او مړه شوي دي.