close
Photo: via DAWN

خواجه محمد اصف: طالبانو د پاکستان پر خلاف د هند د عملیاتو ملاتړ کړی

اطلاعات روز: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي چې طالبانو د پاکستان پر خلاف د هند د «سیندور» عملیاتو ملاتړ کړی دی.

د جیو نیوز پاکستانۍ رسنۍ له راپور سره سم، د پاکستان دفاع وزیر د دفاعي چارو د یوه هندي شنونکي او ورځپاڼه لیکونکي «پراین ساوني» د تحلیل په استناد ویلي چې اسراییل او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه وو چې د پاکستان پر خلاف یې د هند د عملیاتو ملاتړ وکړ.

ده ویلي چې پاکستان له کلونو راهیسې د امریکا او لوېدیځو هیوادونو له لوري د طالبانو په ملاتړ تورنېده او د یوه «ترهګر هیواد» په توګه معرفي شو، خو اوس په کابل کې هماغه طالبان د اسراییلو او هند تر څنګ ولاړ دي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح شوې دي چې تر دې وړاندې یوې هندۍ ورځپاڼې هند ته د طالبانو د کورنیو چارو د مرستیال صدر ابراهیم د پټ سفر خبر خپور کړی و.

«سنډرې ګارډین» ورځپاڼې لیکلي و چې دې طالب چارواکي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته نوي ډیلي ته سفر کړی او له هندي چارواکو سره یې لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

په وروستیو ورځو کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشانکار هم د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره ټلیفوني اړیکه نیولې او د طالبانو له لوري یې په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید غندنه ستایلې ده.

امیر خان متقي په دې ټلیفوني خبرو کې د هند او افغانستان اړیکې «تاریخي» بللې او د هغو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو په کشمیر کې پر سیلانیانو برید وغانده، خو د پاکستان پر خلاف یې «سیندور» عملیات ونه غندل او یوازې یې له دې امله سیمې ته د ور پېښېدونکو پایلو په تړاو اندیښنه څرګنده کړه.