اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دې ولایت د کرنې ریاست لپاره طالب ویاند اجمل سبحاني وايي، سږکال کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ورکړې او پر وخت اورښتونه د غنمو په حاصلاتو د ډېروالي لامل شوي دي.
د نوموړي په وینا سږکال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې په ۵۹ زره او ۳۷۶ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې د اټکل له مخې نږدې ۱۱ زره مټریکه ټنه حاصل به ورکړي.
سبحاني زیاته کړه: «سږکال د ننګرهار په ولسوالیو کې په ۵۹۳۷۶ هکټاره ځمکه د کرل شویو غنمو حاصل نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه اټکل شوي او تېر کال دا کچه کابو اته زره مټریک ټنه وه، کرنې ریاست لا په هڅه کې دی کروندګرو ته مختلفو برخو کې اسانتیاوې برابرې او حاصلات لوړ شي.»
په همدې حال کې د ننګرهار کروندګر هم د غنمو له کروندو څخه د ښو حاصلاتو را ټولولو هیله لري.
د ګوشتې ولسوالۍ یو کروندګر میر حمزه وايي، تېر کال یې د وچکالۍ له امله له کښتونو ښه حاصلات ترلاسه نه کړل، خو په خبره یې، که څه هم سږکال یې فصلونه ږلۍ وهلي، خو لایې هم خپلې هیلې نه دي بایللي.
میرحمزه زیاتوي: «سږکال هم سېلابونو او هم بې وخته بارانونو او ږلۍ د غنمو فصلونه وهلي، خو حاصلات یې بیا هم ښه دي، څه ډول چې لازمه ده له کروندګرو سره مرستې نه کېږي او که چیرې اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د اوبو ستونزه حل شي نو په دې سره به د هر څه حاصلات هم زیات شي.»
بزګران وایي، چې ډېری وخت یې حاصلات د طبیعي افتونو له امله له خطر سره مخ وي او دوی له کرنې وزارت او نړیوالو ادارو غواړي چې لازمې مرسته ورسره وکړي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د سروې بهیر پیل کړی چې د دې سروې موخه د افغانستان د غنمو حاصلاتو او کيفيت معلومول ښودل شوي دي.