close

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسه مړه او یو بل ژوبل شوی.

د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه نن (یکشنبه ۲۹ د غویي) د کامدېش ولسوالۍ په «میردېش» سیمه کې را منځته شوې.

حیدري ویلي، دا پېښه د سیند په اوبو کې د یوه ډاټسن ډوله موټر د چپه کېدو له امله را منځته شوې.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې د مړو شویو کسانو له ډلې د یوه کس جسد لا هم نه دی موندل شوی.

د حیدري په وینا، په پېښه کې مړه او ټپي شوي کسان د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته د کان کیندنې په موخه روان وو.

په هیواد کې ترافیکي پېښې وخت ناوخته د خلګو ژوند اخلي، نن د ورځې په اوږدو کې له رارسېدلو خبرونو سره سم په بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم د ترافیکو پېښو له امله څلور تنه مړه شوي او دوه نور ژوبل دي.

د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د ترافیکي پېښو لامل تر ډېره حده د لارو خرابوالی او په چلونه کې بې احتیاطي او ټرافیکي اصولو ته پام نه کول ګڼل کېږي.