close
photo: India Today

هند افغان وګړو ته د ویزې ورکړه بیا پیل کړه

اطلاعات روز: هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د هند حکومت شاوخوا څلور کاله وروسته افغان اتباعو ته د ویزو ورکولو پروسه بیا پیل کړې ده.

هندو ورځپاڼې د هند دولت په یوې رسمي ویب پاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې لیکلي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د افغان وګړو لپاره د څو ډولو ویزو ورکولو لړۍ پیل کړې، چې په کې د سوداګرو او هنرمندانو لپاره ویزې هم شاملې دي.

هند په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو راتګ سره هممهاله افغانستان کې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړل او قونسلي خدمات یې وځنډول.

که څه هم د هند حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دې خدماتو د بیا پیل په اړه څه نه دي ویلي، خو یوې باخبرې سرچینې هندو ورځپاڼې ته ویلي، چې د اپریل په وروستۍ اونۍ کې افغان اتباعو ته د ویزو ورکولو لپاره یوه نوې آنلاین کړنلاره پیل شوې.

په هغه ویب‌پاڼه کې چې د «افغانستان لپاره ویزه» تر عنوان لاندې فعاله شوې، د افغان وګړو لپاره شپږ ډوله ویزې په پام کې نیول شوي دي، چې په کې د داخلېدو، درملنې، تحصیلي او سوداګریزې ویزې شاملې دي.

د افغان اتباعو لپاره د هند د ویزو د ورکولو بیا پیل په داسې حال کې کېږي، چې د نوي ډیلي او په کابل کې د طالبانو ترمنځ اړیکې د نږدې کیدو په حال کې دي. طالبانو له هندي چارواکو سره په غونډو کې د ویزو د بیا پیل غوښتنه کړې وه.