close

د امریکا د مرستو بندېدل؛ په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د امریکا د مالي مرستو تر بشپړ بندېدو وروسته په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.

دې بنسټ نن (یکشنبه، ۴ د غبرګولي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د دې مرکزونو په تړل کېدو سره د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې ۳.۰۵ میلیون وګړي اغېزمن شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، په ختیځ کې ۸۰، په سویل ختیځ کې ۷۰، په لوړو مرکزي سیمو (دایکندي او بامیان) کې ۶۷، په شمال ختیځ کې ۶۲، په شمال کې ۴۹، په لوېدیځ کې ۴۷، په سویل کې ۳۴ او په مرکزي ولایتونو (کابل، لوګر، میدان وردګ) کې ۱۱ مرکزونه تړل شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان شمیرې ښیي چې تر ټولو ډېر مرکزونه په دایکندي ولایت کې تړل شوي دي. له شمېرو سره سم، په دې ولایت کې د ۶۸ روغتیایي مرکزونو فعالیت درېدلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د امریکا د مالي مرستو بندېدو اړینو او بېړنیو ژوند ژغورونکو مرستو ته پر لاسرسي په ځانګړې توګه د اسیب پذیره افرادو پر لاسرسي منفي اغېز کړی دی.

دې بنسټ له مرستندویانو غوښتي چې په افغانستان کې د انساني اوضاع د وخامت د مخنیوي لپاره دې بدیلې مرستې وکړي.

امریکا د ډونالډ ټرمپ تر بیا ځلې ولسمشر کېدو وروسته خپلې بهرنۍ مرستې قطع کړې دي. دا هیواد له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هیواد و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په تازه توګه خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله به ۶،۳ میلیون وګړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې د بودجې د کمښت له امله به په افغانستان کې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي.