close
Photo: @MSF_Afghanistan

په افغانستان شري ناروغي؛ تر پنځو میاشتو کم وخت کې ۳۵۷ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیله بیا تر اوسه د شري ناروغۍ له امله ۳۵۷ تنه مړه شوي دي.

دې بنسټ نن (یکشنبه، ۴ د غبرګولي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې یوازې په یوه اونۍ (۱۱ څخه تر ۱۷ می پورې) ۲۱ تنه په نهو ولایتونو کې د شري له امله مړه شوي دي.

د دې سازمان له راپور سره سم، په دې لړ کې شپږ پېښې په هلمند، پنځه په کابل، څلور په هرات او یوه-یوه په بدخشان، بادغیس، بغلان، بامیان، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې په شري د اخته کېدو ۵۵ زره او ۶۷۸ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د دې سازمان له راپور سره سم، په دې پېښو کې ۲۶ زره او ۱۲۵ ښځې، ۴۳ زره او ۸۴۰ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په شلمه اونۍ (۱۱ – ۱۷ می) کې څلور زره او ۴۳ تنه په افغانستان کې ثبت شوي چې ګومان کېږي په شري اخته دي او دا د تېرې اونۍ په په پرتله ۶.۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

دې بنسټ ویلي چې د روان میلادي کال پر مهال په افغانستان کې شري ناروغۍ په پر له پسې توګه پراخه شوې او د کال په شپاړسمه اونۍ کې په څلور زره او ۱۷۲ مشکوکو پېښو سره اوج ته رسیدلې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا شمیرې تر درو کلنو (۲۰۲۲ – ۲۰۲۴) اوسطو شمېرو لوړې دي.

د دې سازمان له شمېرو سره سم، په هرو ۱۰ زره تنو کې زیات خلګ په ترتیب سره په هلمند، نورستان، بدخشان، جوزجان او ارزګان ولایتونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي.

له شري سره-سره په افغانستان کې حادې تنفسي ناروغۍ هم پراخیدونکې او وژونکې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه ۶۹۴ زره او ۸۱۹ تنه په حادې تنفسي ساري ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې یو زر او ۵۱۷ تنه مړه شوي.

همدا راز د روان میلادي کال له پیل څخه ۱۶ تنه په کنګو تبې د اخته کېدو او ۱۲ تنه نور د سخت اسهال له امله مړه شوي.

دا په داسې حال کې چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو تر قطع کېدو وروسته په دې هواد کې ۴۲۰ روغتیایي مرکزونه تړل شي او تر درو میلیون زیات وګړي روغتیایي خدماتو ته نور لاسرسی نه لري.

شری یوه ساري ناروغي ده او مرګ هم پېښولای شي، مګر په واکسین سره یې مخنیوی شونی دی.