close

ننګرهار کې یو ځوان خپل پلار وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېره ورځ ( یکشنبه، ۱۸ د غبرګولي) مازدیګر مهال د غني خېلو ولسوالۍ اړوند «۲۶ مې ویالې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره چې پېښه د پلار او زوی د لفظي شخړې له کبله رامنځته شوې چې د رازي خان په نامه یو کس خپل پلار د توفنګچې په ډزو وژلی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې وژل شوی کس فرید ګل شینواری نومیږي چې په اصل د اچین ولسوالۍ د «باندر» سیمې اوسېدونکی و.

حماد زیاتوي: «په غني خېلو ولسوالۍ کې د رازي خان په نامه یوه کس له خپل پلار فریدګل شینواري څخه د چکر په موخه د موټر غوښتنه کړې، خو پلار یې مخالفت کړی دوی سره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې خپل پلار د تونګچې په ډزو وژلی دی.»

د هغه په وینا قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو دوی یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې لامل یې، تر ډېره کورنی تاوتریخوالی یاد شوی دی.