اطلاعات روز: ننګرهار کې محلي سرچینې وایې چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «درونټې» سیمه کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.
یو عیني شاهد اطلاعات روز ته ویلي چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۸ د غبرګولي) هغه مهال را منځ ته شې چې کله دې دواړو ځوانانو کابل سیند کې لامبو وهله چې له کبله یې دواړه ډوب شوي او تر اوسه یوازې د یوه تن جسد موندل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پنجشېر ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «جنګلک» سیمه کې درې هېوادوال چې له کابله دې ولایت ته د تفریح په موخه تللي وو، د لامبو پر مهال د سیند څپو لاندې کړي.
ویل کېږي چې تر اوسه یو تن ژغورل شوی او د دوو نورو د موندنې هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د هوا له ګرمېدو سره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبو کې د لامبو وهلو پر مهال مړینې زیاتې شوې دي.