close

ننګرهار کې د یوه کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دې ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوه کس جسد په کونړ سیند کې موندل شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې دا جسد نن سهار (دوشنبه، ۱۹ د غوایي) شاوخوا لس نیمې بجې د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «سربند» سیمه کې له کونړ سیند څخه تر لاسه شوی.

د سرچینې په وینا، تر اوسه د پیدا شوي کس هویت نه دی معلوم شوی خو ځایي خلکو جسد له سیند څخه رااېستلی او روغتون ته یې انتقال کړی څو یې کورنۍ پیدا شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دا کس د سیند په اوبو کې مړ شوی او که یې مړی اوبو ته غورځول شوی دی.

ننګرهار کې طالب مسوولینو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د هوا له ګرمېدو سره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبو کې د لامبو وهلو پر مهال مړینې زیاتې شوې دي.