اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحېې اړوند «درونټې» سیمه کې یې د هغه محصل جسد له اوبو را اېستلی چې سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی و.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې د محبت په نوم د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیال د تېرې پنجشنبې په ورځ (۲۹ د غبرګولي) له خپلو ملګرو سره یوځای د درونټې سیمې اړوند کابلي سیند ته د چکر لپاره تللی و، چې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی و.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه محصل جسد یې پرون ماسپښين شاوخوا ۳:۴۰ دقیقې د خلکو په مرسته د اوومې ناحېې په مربوطاتو کې له سینده را ایستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د معلوماتو له مخې د محبت په نوم دغه ځوان په اصل د لغمان ولایت اوسېدونکی او د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د دویم کال محصل و.
ننګرهار کې طالب چارواکي په جدي ډول له خلکو غوښتي چې په سیندونو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي او هم یې له کورنیو غوښتنه کړې چې د خپلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ساتنه وکړي.
کابل سیند د جلال اباد ښار شمال لورته په څو کیلو مترۍ کې بهیږي د ګرمۍ موسم کې ډېری ځوانان او کوچنیان لامبو پکې وهي چې هر کال د یوشمېر کوچنیانو او ځوانانو د مړینې لامل کېږي.