close

اسراییل: د ایران د قدس ځواک جګپوړی قومندان ووژل شو

اطلاعات روز: د اسراییلو پوځ اعلان کړی، چې دوی په قم ښار کې د یوه برید پر مهال د ایران د سپاه پاسداران قدس ځواک اړوند د فلسطین ځانګړی قومندان سعید ایزدي وژلی دی.

د اسراییلو د پوځ په اعلامیه کې، چې نن (شنبه، ۳۱ د غبرګولي) خپره شوې، ویل شوي چې ایزدي د ایران او حماس ترمنځ اړیکه ساتونکی، د «اسراییل د له منځه وړلو پلان» یو له بنسټ ایښودونکو او پر اسراییل د حماس له لوري د تیر کال د اکټوبر د ۷مې د برید یو طراحانو څخه و.

د اسراییلو پوځ ویلي، چې دغه ایرانی قومندان یې د اوږدمهاله استخباراتي هڅو وروسته په قم ښار کې په یوه «پټ اپارتمان» کې وژلی دی.

ورته مهال ایراني چارواکو تایید کړې چې اسراییلو نن سهار د قم ښار په یوه سیمه برید کړی، خو د سعید ایزدي وژنه یې نه ده تایید کړې.

د قم د بحراني وضعیت د مدیریت د کمیټې مسوول مرتضی حیدري ویلي، چې اسراییل د دغه ښار د «سالاریه» سیمې پر یوې استوګنیزې ودانۍ برید کړی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د وژل شویو کسانو څخه یو یې ۱۶ کلن ځوان و، خو د بل کس په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.