اطلاعات روز: د بریتانیا دولت اعلان کړی، چې ریچارډ سټیون لینډسي د افغانستان لپاره د دغه هیواد ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
د بربتانیا دولت پرون (جمعه، ۳۰ د غبرګولي) په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی لینډسي به د روانې جون میاشتې په اوږدو کې خپل دنده پیل کړي.
ریچارد سټیون لینډسي له دې وړاندې هم د افغانستان په چارو کې د فعالیت تجربه لري.
هغه په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان لپاره د انګلستان د بیړني سیاسي-پوځي ټیم د یوې برخې په توګه کار کاوه او له ۲۰۲۲ کال راهیسې د بهرنیو چارو د مشترک المنافع او پراختیا وزیر په دفتر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پاتې شوی دی.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې انډریو مک کوبري د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی و، چې د افغانستان په اړه یې د بریتانیا پالیسي پرمخ وړله.