اطلاعات روز: په هرات کې د طالبانو مسوولین وایي چې پرون (چهارشنبه، ۴ د چنګاښ) له ایران څخه افغانستان ته تر ۳۰ زره تنه زیات راغلي دي.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي چې دا افراد د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راغلي.
ده ویلي چې له ایران څخه د کډوالو د شړلو بهیر چټک شوی دی او له ایران څخه په لسګونو موټر چې کډوال پکې دي، افغانستان ته را روان دي.
دې ځایي طالب چارواکي ادعا کړې چې ټولو کډوالو ته لومړني خدمات لکه اوبه، خوراک او بېړنۍ رسیدنه برابر شوي او همدا راز هغوی په ځانګړو ټرانسپورټي موټرو کې خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
د ایران او اسراییلو تر منځ د جګړې تر پیلېدو وروسته د دې هیواد چارواکو اعلان کړی چې د افغان کډوالو د شړلو بهیر یې چټک کړی دی.
د دې دواړو هیوادونو تر منځ تر اوربند وروسته یو شمېر کډوالو راپور ورکړی چې د کډوالو د نیولو او شړلو بهیر چټک شوی.
تر دې وړاندې طالب چارواکو اعلان کړی و چې له ایران څخه افغانستان ته هره ورځ ۱۰ زره تنه راځي.
ایران سږ لمریز کال د هغو دوه میلیون افغان کډوالو د سر شمیرنې پاڼې باطلې کړې چې د میشتیدنې قانوني اسناد یې لرل.
کله چې دا افراد د «کفالت دفتر» ته مراجعه کوي، هغوی ته د وتلو پاڼې ورکوي او باید په ټاکلي وخت کې په همدې پاڼو له هیواده ووزي.