اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ «له نشیي توکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې له نشیي توکو سره په مبارزه کې د افغانستان د خلګو ملاتړ کوي.
دې استازولۍ نن (پنجشنبه، ۵ د چنګاښ) پر ایکس لیکلي: «موږ د اعتیاد او رواني اختلالاتو په وړاندې د افغانستان له زرګونو ګړو سره مرسته کوو، تر څو پیاوړي شي او د ټولنې او د هیواد د اقتصاد لپاره په ارزښتمنې پانګې بدل شي.»
د اروپایي اتحادیې استازولۍ ویلي چې «د پایدارې بهبودۍ او اعتیاد ته د بیرته ستنیدنې د مخنیوي لپاره پایدار معیشت او بیا اقتصادي ادغام اړین دی.»
د دې استازولۍ د اعلامیې له مخې، اروپایي اتحادیې له نشیي توکو او اعتیاد سره د مبارزې لپاره له نشیي توکو او جرم سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو له دفتر او په افغانستان کې د روغتیا له نړیوال سازمان سره ۲۶ میلیون یورو مرسته کړې ده.
اروپایي اتحادیې همدا راز ویلي چې د نشیي توکو د تقاضا د کمښت او پایدار معیشت د رامنځ ته کولو لپاره د افغانستان له بنسټونو سره همکاري کوي.