اطلاعات روز: له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشیي توکو د استعمال د بڼې ارزونه ښيي چې سړي اکثریت وخت په کم عمرۍ کې په چرسو او غالبا ښځې په تاریاکو اخته کېږي.
دا راپور چې نن (پنجشنبه، ۵ د چنګاښ) خپور شوی، پکې د نشیي توکو د استعمال عامه ځایونه، د استعمال طریقې، بڼې او په افغانستان کې د معتادینو لپاره د درملنې اسانتیاوې ارزول شوې دي.
د راپور معلومات د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د مطالعاتو پر بنسټ راټول شوي دي.
راپور ښيي چې اکثریت مصرف کوونکو د چرسو استعمال له ۱۹ کلنۍ، د تریاکو له ۲۳ کلنۍ او هیرویین او شیشه (میتامفتامین) له ۲۵ کلنۍ څخه پیل کړي.
له دې راپور سره سم، د نارینهوو تر منځ د «اوپیاتو» (لکه تریاک او هیروئین) او محرکو موادو (لکه شیشه او چرس) استعمال زیات عام دی خو د ښځو تر منځ تر ټولو ډېر تریاک کارول کېږي، بیا شیشه، هیروئین او اراموونکي درمل.
راپور وایي، څیړنې ښیي چې د ښځو تر منځ د چرسو استعمال «ډېر کم» دی.
د مخدره موادو د استعمال مرکزونه
له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال پر مهال د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې له خوست او پکتیا پرته داسې ځایونه وو چې خلګ به پکې د نشي توکو د کارولو لپاره راټولېدل چې اوس احتمالا د طالبانو د اقداماتو له امله محدود شوي.
راپور وايي داسې ځایونه تر ټولو زیات په کندهار کې (۶۴ ځایونه) او بیا په کابل (۵۵ ځایونه) وو، په عین مهال کې نیمروز، زابل او نورستان ولایتونو د هرو ۱۰۰ تنو پر سر د راټولېدو ډېر ځایونه درلودل.
له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارې د دفتر په راپور کې ویل شوي چې په ملي کچه په اوسط ډول د راټولیدنې په هره نقطه کې د نشیي توکو شاوخوا ۴۱ مصرف کوونکي راټولېدل.
په دې راپور کې ویل شوي چې په دې نقاطو کې د راټولو شویو کسانو ټولیز شمېر ۲۷ زره تنه وو: ۲۴ زره او ۳۳۰ نارینه او دوه زره او ۶۷۰ ښځې.
له دې راپور سره سم، په کابل کې د راټولیدنې په ځایونو کې څلور زره او ۷۰۰ تنه راغونډېدل او تر دې وروسته په فاریاب کې درې زره او ۲۰۰ تنه وو.
له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ویلي چې په افغانستان کې د نشیي توکو د خطرناکې مصرفونې اوسط کچه په هرو سل زرو کسانو کې ۹۷ تنه وه او نیمروز ولایت د ۵۳۳ کسانو او فاریاب د ۲۷۷ کسانو په لرلو سره د نوملړ په سر کې دي.
دې دفتر ویلي، همد اراز د هغو کسانو تخمیني شمیر چې د راټولیدنې په نقاطو کې یې مواد تزریقول شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ تنه وو چې د ټولو افرادو نهه سلنه جوړوي.
له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په راپور کې ویل شوي چې د نشیي توکو د راټولیدنې په ځایونو کې شاوخوا دوه زره او ۶۷۰ ښځې هم وې چې د ټولو افرادو لس سلنه کېږي.
په دې راپور کې همدا راز ویل شوي چې په دې ځایونو کې شاوخوا دوه زره او ۱۵۰ تنه تر ۱۵ کلنۍ کم عمره ماشومان هم چې د دې افرادو اته سلنه جوړوي.
جمعیتي–ټولنیزې ځانګړنې
له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر په راپور کې ویل شوي چې د دې بنسټ په څېړنه کې چې کومو شپږ زره او ۸۹۳ کسانو ګډون کړی، د هغو اوسط عمر ۳۵ کاله و او د افغانستان د عمومي جمعیت په پرتله په ټیټ اقتصادي-ټولنیز وضعیت کې وو.
له دې راپور سره سم، د هغوی نیمو هیڅ ډول زده کړې نه درلودې، ۶۰ سلنو یې واده درلود او اته سلنه یې یا هم مجرد وو او یا یې هم طلاق اخیستی و.
له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر ویلي چې د راټولیدنې په نقاطو کې تر یو پر پنځه زیات ځواب ورکوونکي بې کوره وو، ۷۰ سلنو کارونه لرل، مګر درې پر څلور برخه یې په غیر رسمي او لنډمهالو کارونو مصروف وو.
د دې بنسټ له راپور سره سم، د دې افرادو ۴۳ سلنې له کورنۍ او دوستانو مالي ملاتړ تر لاسه کاوه او یو پر درې برخې افرادو د خپلو نشیي توکو د لګښت پوره کولو لپاره جرم کاوه.
درملنه
له نشیي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په خپل راپور کې ویلي چې د دې بنسټ په څېړنو کې نیمو ځواب ورکوونکو (۵۳ سلنه نارینه او ۲۹ سلنه ښځینه) له نشیي توکو د درملنې مخینه درلوده.
دې بنسټ ویلي چې دا کچه په ځوانو افرادو، کم مصرفوونکو او کلیوالو کې کمه وه.
په دې راپور کې ویل شوي چې «تر نیمو د زیاتو افرادو یوازې یو ځل درملنه شوې وه او دوه پر درې ځواب ورکوونکو په خپل ژوندځای کې د درملنې د خدماتو تر لاسه کول ستونزمن بللي».
له دې راپور سره سم، درملنې ته د نه مراجعې اصلي خنډونه مالي ستونزې، له بدنامۍ وېره او جوړښتیز خنډونه (د خدماتو کمښت، د عملي انتخابونو نشتون، د امکاناتو نشتون او په مرکزونو کې د خوړو ټیټ کیفیت) وو.
دا په داسې حال کې چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځل واکمنېدو وروسته د نشیي توکو پر تولید، ګټې اخیستنې، پېر او پلور او قاچاق بندیز لګولی او د تاریاکو د کښت د ویجاړۍ په موخه یې ګڼ کمپاینونه کړي دي.
دې ډلې همدا راز څو په بېلابېلو ښارونو کې د روږدو وګړو د ټولونې کمپاینونه کړي او ادعا کوي چې تر راټولولو وروسته د دې خلګو درملنه کوي.