اطلاعات روز: په هرات کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی دی چې د پنجشنبې په ورځ (۵ د چنګاښ) په پر له پسې دویمه ورځ تر ۳۰ زره تنه زیات د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي. د چهارشنبې په ورځ هم تر ۳۰ زره تنه زیات هرات ته راغلي وو.
په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر سرحد د کډوالو چارو کمیټې راستنېدونکو ته د رسیدګۍ لپاره لازم او ضروري تدابیر نیولي دي.
د دې دفتر په وینا، راستنو شویو د ابتدایي خدماتو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول کېږي.
ایران د وروستیو ورځو پر مهال په زیاته کچه افغان کډوال شړي.
د چهارشنبې په ورځ هم تر ۳۰ زره تنه زیات کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هرات ته راغلي وو.
په عین مهال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې افغانستان له یوه پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی. دې دفتر د راستنو شویو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د دې دفتر په وینا، شته بشرپالې مرستې د اړمنو کسانو یوازې یو څه اړتیاوې پوره کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي سره په لیدنه کې د کډوالو د تدریجي راستنیدنې غوښتنه کړې.