د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې د طالبانو د کندهار حلقې د طالبانو له لوی درسیز قاري فصیح الدین فطرت سره د یو شمېر تړاو لرونکو ځواکونو په تنقیصولو او همدا راز په شمالي حوزه کې د معادنو او د هغو د استخراج په واک اخیستلو سره د نوموړي قدرت او ځواک په نښه کړی دی.
تاجیک طالبان چې د قاري فصیح الدین فطرت پر محور په کلونو د افغانستان د پخواني حکومت پر خلاف جنګېدلي دي، اوس مهال یې د طالبانو د واک په جوړښت کې نظامي او اقتصادي حیثیت له ګواښ سره مخ دی. د طالبانو څو کلنې واکمنۍ ته په کتلو سره داسې څرګندېږي چې د تاجیک طالبانو نظامي قدرت ورځ په ورځ کمېږي او دا بهیر د طالبانو د مشر له لوري د تنقیص په فرمان او د کندهاري طالبانو له لوري د اقتصادي سرچینو په کنټرول سره نور هم چټک شوی دی.
په عین مهال کې د طالبانو په حکومت کې دننه د قاري فصیح الدین فطرت حیثیت او صلاحیت له یوې سختې ننګونې سره مخ دي.
شنونکي په دې اند دي چې لکه څرنګه چې ازبیک طالبان څنډې ته کړل شول، اوس په همدې توګه تاجیک طالبان په ځانګړې توګه په تخار او بدخشان کې ګوښې ته کېږي.
د طالبانو د دفاع وزارت یو شمېر اسناد چې رسنیو ته په لاس ورغلي، ښیي چې په بدخشان کې د طالب ځواکونو په زرګونو تنه له دندو ګوښه شوي دي. په دې اسنادو کې نوم، د پلار نوم، د اوسېدو ځای، مستعار نوم او له بدخشاني طالب قومندانانو سره تړاو لیکل شوي. مګر قاري فصیح الدین او ده ته وفادارو قومندانانو تر اوسه په پراخ ډول له دندې شړنې ته کوم ډول غبرګون نه دی ښوولی.
د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین د دې ډلې په نظامي لیکو کې تر ټولو لوړپوړی تاجیک دی. سره له دې چې لوړه دنده لري، خو په عمل کې له خپلې دندې سره له مناسبو صلاحیتونو بې برخې دی. د تېرو څو کلونو پر مهال د ده د چلند له ارزونې څرګندېږي چې تر ډېره حده یې تمرکز شمال ختیځو ولایتونو ته پر سفرونو دی او ډېر کم پښتون مېشتو ولایتونو ته سفر کوي.
د طالبانو دفاع وزارت د طالبانو د بنسټګر ملا عمر د زوی ملا یعقوب له لوري اداره کېږي. په دې وزارت کې لویي دندې او د تصمیم نیونې برخې له پښتنو سره دي؛ ویل کېږي چې له دې پرته نور قومونه یوازې سمبولیک رول لري.
له ځواک ښوونې لاس پر سر کېدل
د طالبانو له لوري د کابل د محاصرې پر وخت د قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ تاجیک ځواکونه لومړنۍ ډله وه چې خپل ځان یې د کابل شاوخوا ته ورساوه. دوی د فصیح الدین او همدا راز مولوي امان الدین منصور تر قیادت لاندې کابل ته ننوتل.
د جمهوري نظام د سقوط په وروستیو میاشتو کې د فصیح الدین تر مشرۍ لاندې تاجیک طالبان له پام وړ نفوذ څخه برخمن وو. فصیح الدین په شمال حوزه کې د څو کلنې جګړې کولو له امله او په بدخشان او تخار کې د ولسوالیو په سقوط کې د پام وړ رول درلودلو له کبله د طالبانو د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل شو. تر دې وروسته مولوي امان الدین منصور هم د ده په ملاتړ د طالبانو د هوایي ځواک تر مشرۍ ورسېد، که څه هم په دې برخه کې یې تجربه نه درلوده.
د وخت په تېرېدو د ملا هبت الله په مشرۍ د کندهار حلقې طالبانو په بدخشان او تخار ولایتونو کې تاجیک طالبان څنډې ته کړل او په تدریجي توګه یې له مهمو دندو ګوښه کړل. په دې لړ کې مولوي امان الدین منصور هم په هوایي ځواکونو کې له خپلې دندې ګوښه او د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه وټاکل شو. دا جوړښتیز تغییرات د دې لامل شول چې د طالبانو په هوایي ځواکونو کې د بدخشاني او تخاري ځواکونو حضور کم شي.
معادن؛ د شمال په غرونو کې د سیالۍ ډګر
یو څه وخت وړاندې په بلخ کې د طالبانو والي او د طالبانو مشر ته نژدې کس حاجي وفا د نهو شمالي ولایتونو والیان، قومندانان، د پولیسو مشران او ولایتي رییسان بدخشان ته راوغوښتل او هلته یې غونډه وکړه. په دې غونډه کې د پام وړ نقطه په بدخشان کې د نوموړي مستقیم حضور و، دا حضور په یو ډول قاري فصیح الدین او د هغه پلویانو ته پیغام هم و: بدخشان او تخار باید د نورو شمالي ولایتونو په څېر له ده امر واخلي او باید د همده تر فرمان لاندې وي.
حاجي وفا چې د طالبانو تر منځ د «کندهار په فاتح» مشهور دی، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده یو باوري کس دی او تر یوه عادي والي زیات اختیارات او صلاحیتونه لري. دی نه یوازې د بلخ والي دی، بلکې د هیواد په شمال کې د طالبانو د سیاسي او نظامي شبکې قومندان هم ګڼل کېږي.
د بلخ د والي د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حاجي وفا د نهو شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو له چارواکو سره په لیدنه کې د «بدخشان د معادنو پر شفاف استخراج» ټینګار کړی دی. په همدې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ۲۱۷ عمري قول اردو لپاره د طالبانو قومندان مولوي امان الدین منصور هم په دې غونډه کې و.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویل شوي: «د بدخشان د معادنو او د قراردادي شرکتونو د خوندیتوب لپاره دې عاجل مستحکم ګامونه واخیستل شي. پر قانوني او شفاف استخراج ټینګار وشو او طرح ورته تیاره شوه.»
له قاري فصیح الدین سره تړاو لرونکي ځواکونه د جمهوري حکومت له وخته بیا تر اوسه د لاجوردو او سرو زرو د معادنو په غیر قانوني استخراج او له استخراج کوونکو په باج ګیرۍ اخیستنې تورن وو. د جمهوري حکومت پر مهال د تاجیکو طالبانو یو شمېر جګړییز لګښتونه له همدې استخراجونو او باج ګیریو پوره کېدل او د بدخشان او تخار پر معادنو له قاري فصیح الدین سره د تړاو لرونکو ځواکونو سلطه پر ځای پاتې ده خو اوس د حاجي وفا په مشرۍ کندهار حلقه هڅه کوي چې له دې معادنو د تاجیک طالبانو لاسونه لنډ او یا هم محدود کړي.
د قاري فصیح الدین او مولوي امان الدین منصور په عوایدو کې کمښت په مستقیمه توګه له دوی سره پر تړلو ځواکونو او د هغوی د مالي اړتیاوو پر پوره کولو اغېز لري. که د تاجیک ځواکونو د تنقیص لړۍ دوام وکړي او قاري فصیح الدین مالي ملاتړ هم له لاسه ورکړي نو همدا چاره یې پر خپلو ځواکونو هم کنټرول کموي او هم یې نفوذ ورسره کمېږي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه قاري فصیح الدین فطرت او ده ته نژدې ځواکونو د دې بدلونونو او پرېکړو په تړاو هیڅ ډول غبرګون نه دی ښوولی.
د ازبکو طالبانو د قدرت د کمښت سناریو او بیا تکرار
د قاري فصیح الدین فطرت پر شاوخوا د راټولو تاجیک طالبانو د شړلو بهیر د ازبکو طالبانو د شړلو له سناریو سره ډېر ورته والی لري. دا نوی بهیر د روان کال د وري میاشتې پر نولسمه نېټه د طالبانو د مشر په مستقیم امر پیل شوی دی. د دې فرمان له مخې، ټاکل شوې ده چې په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د طالبانو په استخباراتو کې به شل سلنه ځواکونه کمېږي.
د قاري صلاح الدین ایوبي پر محور راټول ازبک طالبان د افغانستان د پخواني دولت په وړاندې په شمالي ولایتونو کې اصلي جنګیالي ځواکونه وو او د ولسوالیو په سقوط کې یې مهم رول درلود. په عین مهال کې د جمهوریت تر پاشل کېدو وروسته دوی نه یوازې هغه ځواک او حیثیت تر لاسه نه کړ چې تمه یې درلوده، بلکې په تدریجي توګه د تصمیم نیونې له دندو هم ګوښه شول.
صلاح الدین ایوبي د طالبانو لومړنی قومندان و چې د پخواني ولسمشر اشرف غني تر تښتېدو وروسته ارګ ته ننووت. دی د اشرف غني پر څوکۍ کیناست او د الجزیرې له عربي څانګې سره یې مرکه وکړه. مګر په کندهار او ختیځ کې د ځواک حلقو پر ده باور ونه کړ او هیڅکله یې هم د طالبانو د حکومت په رسمي جوړښت کې لوړې دندې تر لاسه نه کړې.
صلاح الدین ایوبي په پکتیا کې د طالب ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو، مګر یو څه وخت وروسته د نارضایتۍ له امله د کلیو او پراختیا وزارت مرستیالۍ ته ترې ولاړ. وروسته یې حیثیت نور هم متزلزل شو او په زابل کې د پولیسو مشر وټاکل شو او تر اوسه لا هم همالته بوخت دی.
د تېرو دوو کلونو پر مهال له صلاح الدین ایوبي سره تړلي ډېری ځواکونه او قومندانان په بشپړه توګه د واک له دایرې شړل شوي او دا بهیر لا هم روان دی. په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د طالبانو په استخباراتو کې ازبک طالبان هیڅ ډول لوړه دنده نه لري او په عملي توګه له امنیتي چوکاټه ایستل شوي دي.
صلاح الدین ایوبي او نور قومندانان یې له دې وېره لري چې د کندهار د حلقې د پرېکړو په وړاندې هر ډول مخالفت او اعتراض «بغاوت» ګڼل کېږي او د دوی د بشپړې ځپنې یوه بهانه ګرزي. له همدې کبله تر اوسه چوپ دي. د یادونې وړ ده چې د ازبک طالبانو ځیني وسلې هم د «ثبت بیت المال» پروسې له لارې له دوی اخیستل شوې دي.
د طالبانو په جوړښت کې وروستي بدلونونه ښیي چې واک د کندهار په حلقه کې په بې مخینې توګه متمرکز شوی دی. په نظامي او اقتصادي برخه کې د تاجیک طالبانو تدریجي حذف په طالبانو کې د ځواک د مدیریت یوه برخه ده چې په هدفي توګه او په چوپتیا سره ترسره کېږي. د تاجیک طالبانو مهمه څېره قاري فصیح الدین اوس مهال د چوپتیا او حذف له سختو انتخابونو سره مخ دی. د ازبک طالبانو تجربه چې په ورته ډول وشړل شول، د طالبانو په جوړښت کې د ټولو قومي ډلو لپاره د خطر زنګ دی.