close

په ننګرهار او کندهار کې دوه ځوانان په دوو بېلو پېښو کې مړه شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو تن وژل شوی او همدا راز سرچینې خبر ورکوي چې یو بل ځوان په کندهار ښار کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او مړ شوی دی.

ننګرهار کې د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو د ویاند سید طیب په وینا، تېره ورځ (پنجشنبه، ۶ د چنګاښ) د څو ملګرو ترمنځ په خپلمنځي شخړه کې یو ځوان د چړو په وسیله لومړی ټپي شوی او بیا یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د نوموړي په وینا، دا پېښه لومړۍ ناحیې اړوند «قصبې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ده ویلي چې وژل شوی ځوان «ایاز» نومېده او ۲۴ کلن و او د جلال اباد ښار اوسېدونکی و. ښاغلي طیب ویلي چې بریدګر تښتېدلي، خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

بل لور ته، له کندهار څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په ارغنداب رود کې یو تن پرون د لامبو پر مهال ډوب او مړ شو او جسد یې څو ساعته وروسته له اوبو راوایستل شو.

د سرچینو په وینا، یاد ځوان چې «خان» نومېده او د پاکستان د کوټې ښار اوسېدونکی و، کندهار ته په تفریح راغلی و.